په ۵ ولايتونو کې ۱۸۰ خبريالان او مدني فعالان روزل کيږي
نیټه: دوشنبه د لړم ۲۰ مه ۱۳۹۸
په افغانستان کي د انټرنيوز مشري آغلي شرميني باولي او مرستيال ښاغلي مير عبدالواحد هاشمي پرون اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون له رهبرۍ سره وکتل او په ۵ ولاياتو کې يې د ۱۸۰ خبريالانو او مدني فعالانو د روزنيز ورکشاپ په باب خبري وکړې.
آغلي شرميني وويل چي د امريکا له سفارت څخه يې د څه باندي ۴۰۰ زره ډالرو پروژه اخيستې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون سره په همکارۍ غواړي په کندهار، هرات، بلخ، کابل او ننګرهار کي ۱۸۰ خبريالانو او مدني فعالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کي روزنيز ورکشاپ جوړ کړي. هغې زياته کړه چې د ورکشاپ د موادو په تهيه، روزونکو او ټول جريان کې د کميسيون همکاري مهمه ده او داراز يې له کميسيون سره د تخنيکي روزني ژمنه وکړه.
د کميسيون رئيس ښاغلي عين الدين بهادري او غړو د همکارۍ ډاډ ورکړ او د موادو د تهيې، روزونکو، روزنيز لارښود او د اطلاعاتو د طبقه بندۍ په باب يې مفصلي خبري وکړې چي په دې پروژه کې ځای پر ځای شي.