فیض محمد کاتب پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 3:31 PM
aic

نېټه: پنجشنبه د لړم ۱۶ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په روڼوالي، حساب ورکونې، او ښې حکومتولۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي بنسټونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند د عامه پوهاوي کمپاین په لاره اچولو په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره کړي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړو ښاغلي حمدالله ارباب او آغلې زهرا موسوي او د فیض محمد کاتب پوهنتون (برچي څانګې) د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د رئیس دوکتور ابوالفضل فصیحي په برخې اخیستنې د دغه پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو د پاره جوړه شوه.aic

لومړی آغلې زهرا موسوي اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو اساسي حق او د فساد سره د مبارزې یوه اغېزناکه وسیله وبلله. نوموړې اطلاعاتو ته لاسرسی د فساد پر وړاندې د مبارزې، روڼوالي، حساب ورکونې او د قانون د حاکمیت په تأمین کې د ولس د ټولنیز قدرت په توګه په ولسواکه ټولنو کې ارزښتمن وګڼه. همدارنګه تاکید یې وکړ چې خلک باید له خپل دې قانوني او بشري حق څخه خبر شي او ورڅخه ځواب ویلو ته د ادارو په اړ ایستلو کې ګټه واخلي. ولس په ولسواکو ټولنو کې د خدماتو د وړاندې کولو اړوند د حکومت په پرېکړو او تصمیمونو کې د ګډون له لارې د خپل ټولیز برخلیک په ټاکنه کې د ښې حکومتولۍ بنسټ ږدي. له دې کبله د ښې حکومتولۍ په چارو کې د خلکو فعال ګډون یوازې اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې ګټور واقع کېدای شي چې پکې ولس د دولت له کړنو د خپلو حقونو د خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه کولای شي.
په دوام یې ښاغلي دوکتور ابوالفضل فصیحي وویل؛ نننی عصر د ولسواکۍ عصر دی او ولسواکي هغه وخت په ريښتیني توګه پلي کېدای شي چې د ولسواکۍ مهم اصل چې د ولس ټولیزه څارنه ده په سمه توګه د ښې حکومتولۍ په منځته راتګ کې اساسي اغېز ولري. هغه زیاته کړه د ښې حکومتولۍ بنسټ یوازې هغه وخت ایښودلای شو چې د حکومت له کړنو ټولنیزه څارنه موجوده وي او ټولنیزه څارنه هغه وخت ممکنه کېدای شي چې خلک په ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. نوموړي همدارنګه روڼوالی، حساب ورکونه او ځواب ورکونه د ښې حکومتولۍ اصلي شاخصونه یاد کړل او هغه یې د حکومتولۍ په چارو کې د خلکو د فعالې برخې اخیستنې پورې تړلي وبلل. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رامنځته کېدل او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کېدل یې د اطلاعاتو د رسنیو د آزادۍ، اطلاعاتو د چرخش او عامو وګړو د حقونو د خوندیتوب مهم میکانیز وباله.

aic

په غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره د اطلاعاتو د لاسرسي څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.
په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS