جهان پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 3:04 PM
aic

نېټه: دو شنبه د لړم ۱۳ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په ښې حکومتولۍ، روڼوالي او حساب ورکونې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د قانون له مخې هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي بنسټونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي کمپاین پر لاره اچولو په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره شي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، د کمیسیون د عامه پوهاوي او عامه اړیکو د آمر ښاغلي خلیل جیحون او د جهان پوهنتون د رئیس ښاغلي عبدالحکیم نوري په برخې اخیستنې دا ځل په جهان پوهنتون کې د دغه پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو له پاره جوړه شوه.
ښاغلی خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ګټو او اطلاعاتو ته د لاسري کلتور په بنسټیزه کولو کې د پوهنتونونو او علمي مرکزونو پر رول وغږېد؛ او په روڼوالي، حساب ورکونې او فساد سره په مبارزه کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول اغېزناک وباله تاکید یې وکړ چې محصلین د ټولنې د لوستي قشر په توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور په پیاوړي کولو او د محرمیت د کلتور سره په مبارزه کې کولای شي په ولسواکه ټولنه کې مهم رول ولوبوي.aic

په دې غونډې کې ښاغلي عبدالحکیم نوري د کمیسیون د کارونو د ستایلو ترڅنګ اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو اساسي حق وباله او هغه یې د ادارو ځواب وینې اړ ایستلو ته با ارزښته وګاڼه. نوموړي همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په خوندیتوب کې مرسته د ټولنې د مختلفو پرګنو او هر وګړي په ځانګړي توګه د محصلینو او پوهنیزو بنسټونو ټولینز مسؤلیت او مکلفیت وباله؛ او عامو خلکو ته یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي بهیر او د دې بهیر اغېزې د ټولنې په مختلفو سطحو کې د فساد پر وړاندې ګټورې و ارزولې.
په غونډه کې د کمیسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند پرېزنټېشن وړاندې کړ او اطلاعاتو د لاسرسي د څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.
په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS