ازهر پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 2:40 PM
aic

نېټه: سه شنبه د لړم ۷، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په ښې حکومتولۍ، روڼوالي او حساب ورکونې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي بنسټونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي کمپاین پر لاره اچولو په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره شي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړي ښاغلي فضل الباري بریالي او د ازهر پوهنتون د علمي مرستیال ښاغلي محمد نبي رحیمزي په برخې اخیستنې دا ځل په ازهر پوهنتون کې د دغه پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو له پاره جوړه شوه.
لومړی ښاغلي فضل الباري بریالي په نننیو ولسواکو ټولنو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق پر ارزښت او د فساد سره په مبارزه کې د دغه حق پر رول او اړتیا وغږېد، ویې ویل؛ اطلاعاتو ته لاسرسی کولای شي د هر ډول فساد په کمولو کې په غیر مستقیمه توګه اغېرناک واقع شي. ځکه نو لازمه ده ټول وګړي په ځانګړي ډول د پوهنتونونو استادان او محصلین له خپل دغه حق څخه خبر شي ترڅو ورڅخه د فساد سره په مبارزې او د روڼوالي او ځواب ویونکي حکومت په رامنځته کولو کې ګټه واخلي. هغه وویل؛ ددې ترڅنګ خلک کولای شي په هره کچه له ادارو څخه د اطلاعاتو د غوښتنې له لارې د یو ولسواک او ځواب ویونکي حکومت رامنځته کولو ته کار وکړي او خپل او خپلو هېوادوالو د سرنوشت په ټاکلو کې برخه واخلي.

Aic-azahar

په دوام یې د ازهر پوهنتون علمي مرستیال محترم محمد نبي رحیمزي وینا وکړه او اطلاعاتو ته لاسرسی یې یو انساني او بشري حق وګڼه او د فساد سره په مبارزه کې یې اغېزناک و باله. هغه زیاته کړه؛ له نېکه مرغه د هېواد اساسي قانون اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د یو بشري حق په توګه خلکو ته په نظر کې نیولی او خلک کولای شي ترې ګټه واخلي او خپله ټولنیزه او اخلاقي وجیبه ادا کړي. که غواړو د یو باخبره او مسؤل وګړي په توګه د حکومت په پرېکړو کې خپل رول ولرو نو باید په حکومتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولرو، او دا کار یوازې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو شونی کیږي. هغه د علمي او تحصیلي بنسټونو رول د اطلاع رسونې د کلتور په پیاوړتیا او دودونې کې ارزښتناک وباله او تأکید یې وکړ چې د ټولنې باخبره او لوستی قشر باید له دې حق څخه په اغېزناکه توګه ګټه واخلي ترڅو د یو ځواب ویونکي حکومت په رامنځته کولو کې مو خپله برخه مسؤلیت تر سره کړی وي.

jahoon

په غونډه کې د کمیسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند پرېزنټېشن وړاندې کړ او اطلاعاتو د لاسرسي د څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.

aic
په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

 

 

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS