قلم پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په هکله د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 2:05 PM
Aic najiba mram

نېټه: دوشنبه د لړم ۶، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په روڼوالي، حساب ورکونې، او ښې حکومتولۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي بنسټونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند د عامه پوهاوي کمپاین په لاره اچولو په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره کړي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د مرستیالې آغلې نجیبه مرام او د قلم پوهنتون د رئیس ښاغلي ګل رحمن قاضي په برخې اخیستنې دا ځل په قلم پوهنتون کې د دغه پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د نجونو محصلینو له پاره جوړه شوه.
لومړی آغلې نجیبې مرام په ولسواکو هېوادونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د وضعیت په هکله خبرې وکړې او په روڼوالي او حساب ورکونې کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول مهم وباله زیاته یې کړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه باخبري د دولت په پرېکړو او پالیسیو کې د خلکو د ګډون زمینه برابروي چې د روڼوالي او ځواب ورکونې باعث ګرځي. نوموړې وویل اطلاعاتو ته لاسرسی تر هر څه د مخه یو بشری حق دی چې په ټولو خلکو پورې اړه لري. د افغانستان خلک حق لري په ټولو ادارو کې د شته اطلاعاتو غوښتنه وکړي او له هغو باخبره وي چې وکولای شي له دې لارې د فساد سره مبارزه وکړای شي. په یوې ټولنې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نشتوالی د یو واقعي ولسواک نظام د نه شتون په معنی دی. په ولسواکو ټولنو کې حکومتونه د خلکو د ارادې پر بنسټ رامنځته کیږي او د خلکو په خدمت کې وي، په دې دلیل خلک په ادارو کې د شته اطلاعاتو اصلي څښتنان دي او د ادارو مسؤلین باید له خپلو کړنو او فعالیتونو څخه خلکو ته راپور وکړي. نوموړې زیاته کړه چې د افغانستان د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لومړی ځای لري، یعنی د نړۍ بهترین قانون زموږ په لاس کې دی نو باید په پلي کولو کې زیار وګاللو ترڅو وکولای شو له دې لارې ښه حکومتولۍ پیاوړې کړوaic

په دوام يې ښاغلي ګل رحمن قاضي په ولسواکو ټولنو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یي کړه؛ خلک حق لري د حکومت له کړنو او پروګرامونو خبر و اوسي او حکومت باید اطلاع رسونه ترسره کړي. د ادارو ځواب ورکول او د دولت له کړنو اړوند اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي زمینه برابرول د خلکو او حکومت ترمنځ اعتماد زیاتوي او د ښې حکومتولۍ سبب ګرځي.aicai

په غونډه کې د کمیسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح او خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند پرېزنټېشنونه ورکړل او اطلاعاتو د لاسرسي د څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.
په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS