په کاردان پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 10:52 AM
Aic

نېټه: دوشنبه د تلې ۲۲ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
دغه غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړي او منشي ښاغلي حمدالله ارباب په شتون کې په کاردان پوهنتون کې جوړه شوه.
ښاغلي حمدالله ارباب غونډې ته د خپلې وينا په ترڅ کې وویل؛ اطلاعاتو ته لاسرسی تر هر څه د مخه یو بشری حق دی چې په ټولو خلکو پورې اړه لري. د افغانستان خلک حق لري له ټولو هغو پېښو او مواردو چې په دوى پورې اړوند وي او په یو شکل د دوی ورځنی ژوند اغېزمنوي، همدارنګه هغه څه چې په حکومت کې تېرېږي او د ولس د ژوند سرنوشت ورسره تړلی وي با خبره و اوسي. د حکومت کړنې باید وپوښتل شي او څارنه یې وشي تر څو روڼوالی او حساب ورکول رامنځته شي. په هغه نظام کې چې حکومت یې ځواب ویونکی او حساب ورکوونکی نه وي او خلکو ته د ګډون زمینه نه وي برابره، نه شی کېدلای روڼوالی رامنځته شي. هغه د اداري فساد په کمولو، حساب ورکولو، او د روڼوالي په رامنځته کولو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت هم وغږېد او د ژوندیو بېلګو په وړاندې کولو سره یې دا موضوع ګډونوالو ته ښه روښانه کړه. محترم ارباب صیب خپلې خبرې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د بهیر او د اطلاعاتو د نه ورکړې څخه د شکایتونو او د هغو د

Aicڅېړنې د څرنګوالي په هکله د اړینو وضاحتو په ورکولو سره پای ته ورسولې.
د غونډې په وروستۍ برخه کې محترم خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره تشرېح کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS