اطلاعاتو ته د لاسرسي مرستيالې او غړي د کار او ټولنيزو چارو له وزير سره وکتل

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 10:26 AM
Aic

مؤرخ: سه شنبه، ۱۶ ميزان ۱۳۹۸
اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون مرستيالې نجيبې مرام او غړي فضل الباري بريالي د کار او ټولنيزو چارو له سرپرست وزير سيد انور سادات سره د هغه د کار په دفتر کې وليدل.
په ناسته کې د اطلاعاتو پر ډيجيټل سازۍ، په ولاياتو کې د اطلاع رسونې د مسئولینو پر معرفت او د عامه اګاهۍ د پروګرامونو پر جوړېدو خبرې وشوې.
آغلې مرام د وزارت له خوا د اطلاع رسونې له مرجع سره پر همکارۍ، د لازمو تجهیزاتو او لوازمو پر مهيا کولو او د اطلاعاتو په داسې شکل خپرولو چې خلک په اسانۍ سره لاسرسی ورته ولري، ټينګار وکړ. هغې وويل چې که وزارت د مسئولينو او کارمندانو لپاره له قانون څخه د پوهاوي يوه زمينه برابره کړي، نو کميسيون اماده دی چې دوی ته پوهاوی ورکړي.
ښاغلی بريالي وويل اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ټولې ادارې مکلفې کړې دي چې د خپلو ټولو فعاليتونو په باب خلکو ته معلومات ورکړي او د معلوماتو د شريکولو يوه ښه وسيله د مربوطه ادارې ويبپاڼه ده چې بايد ټول مخکي پکې خپاره شي.
ښاغلي سادات اطلاعاتو ته لاسرسی د ډيموکراټ نظامونو اساسي رکن یاد کړ او ويې ويل که دولت لازم اطلاعات او خپل پلانونه له خلکو سره شريک کړي، نو پر حکومت د خلکو باور زياتيږي. نوموړي ژمنه وکړه چې د خپلې ادارې ټول اطلاعات به له خلکو سره شريکوي او د خلکو دا حق به په تمامه مانا تامينوي. ښاغلي سادات زياته کړه چې که څه هم د وزارت په تشکيل کې يې د اطلاع رسونې د مسئول بست وراضافه کړی دی، خو لا هم د دې مرجع تقويه جريان لري. همدارنګه به په ولاياتو کې د اطلاع رسونې مسئولين معرفي کړي. په پای کې يې وويل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د ۱۵ مادې مارد يې په ويبپاڼه کې خپاره کړي دي خو لا به هم په دې برخه کې هلي ځلې وکړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS