اطلاعاتو ته د لاسرسۍ نړیواله ورځ

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 10:22 AM
Aic

د افغانستان روڼتیا څار ادارې د تلې په ۷مه د یوې غونډې په لړ کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو، دولتي چارواکو، مدني فعالانو او رسنیزو فعالانو په ګډون اطلاعاتو ته دلاسرسي نړیواله ورځ ونمانځله.
د غونډې په پیل کې د یادې ادارې اجرائیوي مشر سید اکرام افضلي اطلاعاتو ته د لاسرسي او د ښې حکومتولۍ تر منځ د اړیکو او د دولت او خلکو تر منځ اطلاعاتو د لاسرۍ پر مټ پر باور جوړونې تفصیلي خبرې وکړې.
ورپسې عین الدین بهادری اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس، عبدالمجیب خلوتګر د نی مؤسسې مشر او فروزان رسولي د سولې او ولسواکۍ مؤسسې مرستیالې د یو ګردي میز له لارې چې د ناصر تیموري لخوا پر مخ یوړل شو، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر بیلابیلو اړخونو هر اړخیزې خبرې وکړې.
یادې غونډې کې پر دې ټینګار وشو چې د هیواد اطلاعاتو د لاسرسي قانون چې د نړۍ په کچه تر ټولو ښه قانون دی، نه ښایي چې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شي، بلکې باید دولت، رسنۍ او مدني ټولنې په ګډه سره د یاد قانون د پلي کولو لپاره ګډې هلې ځلې او لازمې همکارۍ تر سره کړي.
د یادولو وړ ده چې هر کال د سپټمبر په ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسۍ ورځ د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې نمانځل کیږي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS