د ایشیا فاؤنډېشن لخوا د چاپ شوي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ترلاسه کولو جریان

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 10:10 AM
Aic

نېټه: سه شنبه د وږي ۲ مه، ۱۳۹۸
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون خپلو کاري همکارانو او شريکانو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پلي کولو په خاطر ګډ کار ته ژمن دي، او غواړي چې د خپلو موخو د تحقق له پاره په نړیوالو بنسټونو کې د موجودو وړتیاو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
په بریالي توګه د قانون پلي کول زموږ د داخلي او بهرني کاري شریکانو د واقعي مرستې او ونډې اخیستنې غوښتنه کوي، موږ له ټولو نړیوالو بنسټونو څخه هیله لرو تر څو د قانون او کمیسیون د موخو د تحقق له پاره زموږ سره مرسته وکړي.
د هغه تفاهملیک پر بنسټ چې د ایشیا فاؤنډېشن ادارې او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون ترمنځ دکابل ښاروالۍ په ناحیو او خصوصي پوهنتونونو کې د کمیسیون لخوا د عامه پوهاوي د پروګرام د مالي ملاتړ په اړه شوی ؤ د قانون چاپ هم د دغې پروژې برخه وه او له نېکه مرغه نن اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون هغه پنځه زره جلده چې د ایشیا فاؤنډېشن ادارې چاپ کړي ؤ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون مسؤلینو ته وسپارل شول.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د ایشیا فاؤنډېشن ادارې له هر اړخیزې مرستې څخه مننه کوي او هیله من یو چې په راتلونکي کې هم دغه همکاري اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د مؤثر تطبیق په منظور ادامه ولري.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS