د باختر پوهنتون د غونډو په تالار کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تړاو د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 5:57 AM
Bakhter


نېټه: یکشنبه د وږي ۱۰ مه، ۱۳۹۸
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي د بهیر دا غونډه د باختر پوهنتون په انګړ کې د ژورنالیزم پوهنځي د محصلینو له پاره د دغه پوهنتون د اداري او مالي مرستیال ښاغلي استاد احمد جاوید عارفي او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړي ښاغلي فضل الباري بریالي په شتون کې جوړه شوه.
په غونډه کې لومړی د باختر پوهنتون په استازیتوب قدرمن استاد عارفي د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ژورنالیزم پوهنځي د محصلینو په مسلکي او کاري ژوند کې د اطلاعاتو، او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق د خوندیتوب په ارزښت خبرې وکړې. ورپسې د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي ښاغلي فضل الباري بریالي د باختر پوهنتون د مشرتابه څخه د هغوی د همکارۍ او عامه پوهاوي په موخه د داسې پرتمینې غونډې له جوړولو مننه او قدرداني وکړه، او بیا یې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د جوړېدو پر اړتیا او اهمیت د رڼا اچولو تر څنګ په هېواد کې د دولتي ادارو او ټولنې په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د اوسني وضعیت، له قانون څخه د محصلینو او د ټولنې د لوستي او باخبره کهول د خبرتیا پر اهمیت او له دې لارې د فساد سره د مبارزې په تړاو لندې خبرې وکړې.
د پروګرام په دویمه برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو په مفصل ډول ګډونوالو ته خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ او د غونډې په پای کې د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه وویل شو.

Bakhater

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS