اطلاعاتو ته د لاسرسي او بشري حقونو د کمیشنرانو تر منځ کتنه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 5:39 AM
کمیسون حقوق بشر و AIC

اطلاعاتو ته لاسرسی د ولس لپاره د یوې پیاوړې وسیلې او ملاتړي حیثیت لري چې کولای شي له دې لارې د فساد مخه ډب او د روڼتیا او حسار ورکونې کلتور دود او پیاوړي کړي.
دغه مطلب حمدالله ارباب اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسیون غړي او منشي، په هغه ناسته کې چې د زمري په ۳۰ د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې د یاد کمیسیون کمیشنر او ویاند شکرالله مشکور سره په کتنه کې بیان کړ.
دواړو لورو په دغه کتنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون اړوند د هر اړخیزې خبرو تر څنګ د متقابلو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په سر کې حمدالله ارباب اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ارزښت، ښیګڼو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون دندو، صلاحیتونو، بودجې او تشکیل په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او د دغه حق تأمین یې په اوسنیو شرایطو کې د افغان ولس او دولت لپاره د فساد سره مبارزې په برخه کې، ډیر اړین وباله.
همدا راز شکرالله مشکور هم اطلاعاتو ته د لاسرسی د یو بشري حق په توګه یو له اساسي حقوقو څخه وباله او ژمنه یې وکړه چې: د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په تعلیمي برخه کې د هیواد په ټولو ولایاتو کې پروګرامونه لري، له دې وروسته به په یادو پروګرامونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي موضوع د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه ور اضافه کړي.
د بشري حقونو له کمیسیون څخه غوښتنه وشوه تر څو خپل د اطلاع رسونې مسئوول مشخص او په رسمي توګه یې کمیسیون ته معرفي کړي.
په پای کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو د انسجام په موخه د یو هوکړه لیک پر لاسلیکولو سلا مشوره وکړه چې له مخې به یې دواړو کمیسیون اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ګډ فعالیتونه طرح او پلي کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS