اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د بشري سرچینو کارپوه د بست د ازموینې اخیستل
نېټه: د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲ مه
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د بشري سرچینو د کارپوه لپاره د ازموینې سیالي چې مخکې اعلان شوې وه نن سهار د کمیسیون د غړو او ادري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون د استازي په شتون کې د نوي کارکوونکي د ګومارنې په موخه ترسره شوه چې په کې ۱۰ تنو نوماندانو ګډون وکړ. د روڼوالي په خاطر د ازموینې له پیل یوازې یو ساعت مخکې لومړی پوښتنې جوړې او بیا پر نوماندانو ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې د بست لپاره وروستۍ مرکه د ازموینې د پاڼو له ارزونې وروسته ترسره کیږي.