څېړنه؛ د افغانستان په مطبوعاتو کي

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 4:46 AM
Aic Debate

د انسان مجلې دفتر د څېړنيز ژورناليزم او اطلاعاتو ته د لاسرسي په باب يو بحث جوړ کړی وو.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون په استازيتوب فضل الباري بریالی، د نی دفتر مشر مجيب خلوتګر، د انسان د څېړني او پاليسۍ د څانګي مسئول ضياء الحق شمس، ژورناليسټ او حقوقپوه غوث جانباز د بحث ويناوال ول.
ښاغلي شمس لومړی د افغانستان د مطبوعاتو پر اوسني وضعيت خبري وکړې او په تحقيقاتي ژورناليزم کي يې د رسنيو فعاليت ډېر پيکه ياد کړ.
ښاغلي خلوتګر د ژورناليسټانو په وړاندي د ځينو ستونزو يادونه وکړه او اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون څخه يې غوښتنه وکړه چي تحقيقاتي ژورناليسټانو ته د اطلاعاتو په برخه کي اسانتياوي مهيا کړي.
ښاغلي بريالي د تحقيقاتي ژورناليزم په وړاندي اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د ظرفيت او امکاناتو نه شتون او تحقيق ذاتاً د يو سخت کار په توګه ياد کړ. هغه زياته کړه چي د حکومت له خوا ولس ته د حساب ورکوني فرهنګ رامنځته کول، په حکومتولۍ کي د خلکو مشارکت، په ادارو کي شفافيت، له اداري فساد سره مبارزه او د بشري حقوقو نړيوالي اعلاميې د ۱۹ مادې له مخي اطلاعاتو ته د لاسرسی د بشر د اساسي حق تامين اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخي دي.

Aic Debate
همدارنګه خلکو ته دا پوهاوی ورکول چي د دولت او دولتي اسنادو او اطلاعاتو اصلي مالکين خلک دي، نو تاسي حق لرئ چي له هري ادارې څخه د فعاليتونو او کارونو د اسنادو او اطلاعاتو غوښتنه وکړئ.
ښاغلي جانباز هم د تحقيقاتي ژورناليزم اړتيا په ګوته کړه او له مربوطه ادارو څخه يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بحث په پای کي د ګډونوالو له خوا د پېنل له غړو څخه يو لړ پوښتني وسوې او هغوی ته ځوابونه وويل سول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS