د روڼتیا څار سازمان مشر له کمیسیون څخه لیدنه وکړه

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 25 2019 4:15 PM
Aic

سید اکرام افضلي د روڼتیا څار سازمان مشر او ورسره پلاوي یې د ۱۳۹۸ چنګاښ ۱۷مه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون له بیلابیلو برخو څخه د لیدنې تر څنګ د کمیسیون له غړو سره ګډه ناسته تر سره کړه.
په دغه ناسته کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او اړوندو مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته کړه چې: د بنسټونو د پیاوړتیا یو لامل له بیلابیلو ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ پراختیا ده، په دې اساس د روڼتیا څار سازمان به لکه پخوا خپل همکاري او ملاتړ له کمیسیون سره جاري ساتي او په پام کې لري چې د ځینو نورو ادارو په مالي ملاتړ، په نږدې راتلونکي کې اطلاعاتو ته لاسرسي اړوند یو لړ ګډ پروګرامونه په ولایاتو کې طرحه او پلي کړي.
د کمیسیون غړو د روڼتیا څار سازمان له مخکنیو او اوسنیو مرستو څخه د مننه تر څنګ، چمتو والی وښود، چې کمیسیون هڅه کوي له اړوندو دولتي او غیر ډولتي ادارو د مالي او تخنیکي مرستو په راجلبولو سره، د مرکز سربیره ولایاتو ته هم خپل فعالیتونه وغځوي، تر څو په ولایاتو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند ستونزې تر یوه حده حل شي او په ولایاتو کې میشت خلک، مدني ټولنې او رسنۍ هم اطلاعاتو ته د لاسرسي له حق څخه برخمنې شي.
د یادولو وړ ده چې د روڼتیا څار سازمان د کمیسیون له جوړیدو راهیسې، په بیلابیلو برخو کې له کمیسیون سره همکاري لري.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS