اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو له جمهور رئیس سره وکتل

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 25 2019 4:09 PM
Aic ARg

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو عین‌الدین بهادری، نجیبې مرام، حمدالله ارباب، فضل‌الباري بریالي، زهرا موسوي او همدار راز شیرعلی قاسمی د دارالانشاء سرپرست او ولی‌الله مصباح د کمیسیون تخنیکي مشاور، له جمهور رئیس محمد اشرف غنی سره د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۵مه وکتل.
دغه غونډه چې په ارګ کې جوړه شوې وه، جمهوررئیس محمداشرف غني اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو ستونزې او غوښتنې واورېدې.
عین الدین بهادري اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رئیس او ددغه کمېسیون مرستیالې نجیبې مرام د یاد کمېسیون د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او وې ویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړیواله کچه لومړۍ مقام ګټلې چې دغه لاسته راوړنه د جمهوررئیس د پاملرنې محصول دی.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رئیس او مرستیالې له یاد کمېسیون او په مجموع کې د بیان ازادۍ څخه د جمهوررئیس د ملاتړ مننه وکړه او وې ویل، موږ هڅه کوو دغه بنست پیاوړی او د خلکو او دولت غوښتنې پر ځای کړو.

ARg AIC
دوی زیاته کړه، یاد کمېسیون تر دې مهاله څو حقوقي سندونه او روزنیز لارښودونه برابر کړي او دغه راز یې د خلکو شکایتونو ته د رسېدو په موخه له دولتي مقاماتو او رسنیو سره تر څلوېښتو زیاتې غونډې کړي دي.
جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو د فعالیتونو او هڅو مننه وکړه او وې ویل: د اساسي ارزښت په موخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سرتاسري کمپاین ته اړتیا لري، ترڅو په دې اړه په مرکز او ولایتونو کې واضح عامه پوهاوی وشي.
جمهوررئیس زیاته کړه، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې دې د ولایتونو د اړتیاوو واضح جدول ترتیب او د هغې ستونزې او حل لارې دې پکې راونغاړل شي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هوډ لري چې د جمهور رئیس د ملاتړ په لرلو سره به لکه څنګه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د محتوا له اړخه د نړۍ کې لومړی مقام لري، د تطبیق په برخه کې هم یو مناسب مقام تر لاسه کړي.

یادوونه: د دغه راپور انځورونه د ارګ له رسمي پاڼې اخیستل شویدي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS