کرکټ بورډ مکلف دی چي خپل فعاليتونه له خلکو سره شريک کړي

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 25 2019 3:46 PM
Aic Cricket

پرون ماځيګر د کرکټ بورډ حقوقي مشاور محمد همايون شهاب اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون له رئيس عين الدين بهادري او غړي فضل الباري بريالي سره وکتل.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون رئيس وويل د افغانستان کرکټ بورډ مکلف دی چي خپل فعاليتونه له خلکو سره شريک کړي. همداراز د کرکټ ملي لوبډلي د لوبغاړو د انتخاب پر معيارونو، بودجې او له نورو هيوادونو سره د سياليو تر نهايي پرېکړي مخکي د معلوماتو پر شريکولو بحث وسو.
ښاغلي شهاب ژمنه وکړه چي د کرکټ بورډ د اطلاع رسوني مسئول به معرفي کړي او د هغه له لاري به په اسانۍ د کرکټ بورډ کابو ټول فعاليتونه له خلکو سره شريکيږي. نوموړي ومنله چي د لوبغاړو د انتخاب د معيارونو او بودجې په باب به خلکو ته معلومات ورکړي.
ښاغلي شهاب د کرکټ بورډ د وروستيو پرمختګونو او اصلاحاتو په باب معلومات وړاندي کړل او ويې ويل چي د لوبغاړو د ټاکني ملي پاليسي او نوري اړوندي پاليسۍ او ستراتيژۍ يې جوړي کړي دي چي د ويبپاڼي له لاري به يې خپرې کړي. هغه زياته کړه: په کرکټ بورډ کي وروستيو اقداماتو ډېر اصلاحات راوستلي دي. د کرکټ بورډ د بودجې مصرف د يوه سيسټم له لاري کيږي چي درغلي تر زياته حده پکي ناممکنه ده حتی تر دې چي د ICC له خوا يو شرکت ګمارل شوی چي د افغانستان د کرکټ بورډ مالي سيسټم او د بودجې مصرف وڅېړي او راپور يې دوی ته ورکړي. د لوبغاړو عزل د معيارونو له مخي کيږي او د ICC موافقه پکي اخيستل کيږي. پخوا ځکه د لوبغاړو له خوا د معيارونو پر نه پوره کېدو سربېره هم لوبغاړي نه عزل کېدل چي بېکپ/ځایناستي لوبغاړي نه ول، اوس دا ستونزه هواره سوې ده. اوس موږ زيات نوي ځوان لوبغاړي لرو چي د زړو ځای ونيسي.
د ښاغلي شهاب په وينا چي کرکټ بورډ د ښې رهبرۍ له امله د شفافيت او قوانينو د مراعاتېدو خوا ته روان دی او کرکټ بورډ به هر وخت ولس ته جواب ويونکی واوسي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS