د مشرانو جرګې له رئیس سره کتنه

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 25 2019 3:31 PM
Arbab

حمدالله ارباب اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون منشي او ویاند د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار سره د چنګاښ په ۱۰مه د نوموړي د کار په دفتر کې ولیدل او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او کمیسیون په هکله یې هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
حمدالله ارباب وویل: دا چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون وروسته له تعدیل څخه د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې توشیح شو، خو بیا هم ځيني نور قانوني مراحل یې لا پاتې دي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څه موده مخکې د تیر پارلمان له لورې تائید شو چې اوسمهال د مشرانو جرګې له لورې تصویب ته اړتیا لري.
فضل هادی مسلمیار د مشرانو جرګې رئیس ژمنه وکړه چې په را روانه جلسه کې به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د مجلس په اجنډا کې شامل او تصویب به یې کړي.
د دې ترڅنګ د کمیسیون د بودجې د منظورۍ او د قانون د تطبیق په برخه کې هم د مشرانو جرګې د همکارۍ غوښتنه وشوه او په دغه برخه کې هم ژمنه وشوه چې مشرانو جرګه به تر خپله وسه د کمیسیون سره همکاري کوي او ادارات به وهڅوي چې ولس ته د خپلو فعالیتونو په هکله دقیق او پروخت معلومات ورکړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS