حمدالله ارباب اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي د غبرګولي په ۲۷ مه له ابراهیم شینواري د پوهنې وزارت له تدریسي مرستیال سره وکتل
د معارف وزارت مرستیال ښاغلي ابراهیم شینواري صېب سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او کمیسون په هکله وکتل.
د قانون په هکله مو ورته معلومات ورکړل او هیله مو ترې وکړله چې د معارف مربوط په ټولو ریاستونو کې د اطلاع رسونې مسولین معرفي کړي ترڅو ولس وشي کولائ په اسانۍ سره د معارف مربوط معلوماتو ته لاسرسی ولري.
معین صېب زمونږ د دغه وړاندیز هرکلی وکړو او ژمنه یې وکړله چې ډیر زر به په ولایاتو او نور مربوطه ریاستونو کې د اطلاع رسونې مسولین وګماري او معلومات (برښنالیک/موبایل شمیرې) به یې د ولس سره د خپل ویب سایټونو او زمونږ له کمیسون سره شریک کړي.
اطلاعاتو ته لاسرسی ستاسې قانوني حق دی!