اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو د کرنې له وزیر سره وکتل

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 25 2019 12:07 PM
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو

زموږ په اداره کې هیڅ ډول محرم اطلاعات نشته، دغه خبره نصیراحمد دارني دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر غبرګولي په ۲۱مه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړو سره په کتنې کې، وکړه.
په دغې کتنه کې اطلاعاتو ته لاسرسي دووتنو غړو نجیبه مرام، حمد الله ارباب او تخنیکی سلاکار ولی‌الله مصباح ګډون درلود او دواړو لورو اطلاعاتو ته لاسرسي اړوند په یو لړ مهمو مسایلو د خبرو تر څنګ ځیني پریکړه هم تر سره کړې.
په سر کې حمدالله ارباب د کمیسیون منشی د کرنې وزارت هغه کړنې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې کړې دي او لازمې اسانتیاوې یې د اطلاعاتو غوښتونکو ته برابرې کړي، وستایلې او زیاته کړه چې: د کرنې او مالدارۍ وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي به برخه کې د نورو ادارو لپاره په یوې ښې او نمونه یي بیلګې بدل شي.
ورپسې نجیبې مرام د کمیسیون مرستیالې د کرنې وزارت څخه د مننې په څرګندولو سره زیاته کړه چې: موږ باید دا زمینه په ګډه برابره کړو تر څو نورې ادارې هم د اطلاعاتو د ښه مدیریت او سمون په برخه کې ستاسو د ادارې له تجربو څخه ګټه واخلي او اطلاعات داسې تنظیم کړي چې د خلکو لاسرسی ورته آسانه شي.
په پای کې نصیر احمد درانې د دې تر څنګ چې د نوموړي وزارت د کړنو به هکله یې جامع معلومات وړاندې کړل، ژمنه یې وکړه چې: په نږدې راتلونکي کي به د کرنې وزارت په ولایتي ریاستونو کې د اطلاع رسوني مسئوولین وټاکي تر څو په ولایاتو کې هم خلک وشي کړی د نوموړي وزارت اړوند اطلاعاتو ته لاسرسي پیدا کړي.
دراني زیاته کړه، په هره اداره کې چې واقعاً سیاسي اراده او ژمنتیا وي نو اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې کولای شو د فساد کچه ټیټه او خلکو اعتماد تر لاسه کړو.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS