اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون او د پرانيستې حکومتولۍ ګډون (OGP) تر منځ کتنه

Anonymous (not verified)
Sun, Nov 24 2019 4:12 PM
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۷مه نیټه د پرانیستې حکومتولۍ ګډون دفتر له مسئولینو سره د دوی د کار په دفتر کې ولیدل.
په لیدنه کې دواړو خواوو د خپلو فعالیتونو او ګډو همکاريو او اړیکو پر پراختیا بحث وکړ او د پرانيستې حکومتولۍ ګډون د ژمنو پر اساس هغه چارې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون یې باید ترسره کړي، په ګوته شوې.
د پرانيستې حکومتولۍ ګډون (OGP) مسئول د دغه بنسټ په اړه چې کابو د نړۍ ۷۵ هیوادونه یې غړیتوب لري، مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته کړه چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال وتوانېد چې د دغه بنسټ غړیتوب ترلاسه کړي.
د نوموړي بنسټ اساسي موخې روڼتیا، حساب ورکونه او عامه ګډون دی، تر څو د دغه لارې د هیواد وګړي وشي کړای پخپل ګډون سره د دولتي ادارو په کړنو کې له روڼتیا څخه اطمینان ترلاسه کړي.
د کمیسیون غړو د هغو ژمنو پر اساس چې د افغانستان (OGP) له دغه بنسټ سره کړي، تیاری وښود چې دوی به په ۶۰ دولتي ادارو کې د اطلاع رسونې مسئولینو وړتیا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د حکمونو پر بنسټ، لوړوي او د څلورو ادارو سره به له نږدې کار کوي تر څو دغه څلور ادارې د اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې له هره اړخه بشپړې شي او نورو ادارو ته د یوې نمونې (موډل) په توګه وروپیژندل شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS