شکایتونو ته د رسېدنې کړنلارې وروستي کولو په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه غونډه.
شکایتونو ته د رسېدنې د کړنلارې له جوړولو څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون موخه داده، چې د دې کړنلارې په رڼا کې به د غوښتونکو شکایتونو ته رسېدنه کېږي. دا کړنلاره به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د حکمونو په رڼا کې د قانون د ښه پلي کولو په پار وضع کېږي.
دا غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، کمېشنر او منشي ښاغلي حمدالله ارباب، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري او حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا په شتون کې تر سره شوه.