د ښاروالۍ نشراتو رئیس سره کتنه
یکشنبه د لیندۍ درېیمه 1398
ښاغلي خلیل جیحون د کمیسسون عامه اړیکو آمر له ښاغلي محمد تواب امیري د ښارولۍ نشراتو رئیس سره د کایل ښار په ناحیو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د پوهاوي پروګرامونو د دایرولو په موخه د همغږۍ کتنه تر سره کړه.
په دې کتنه کې خلیل جیحون اظلاعاتو ته د لاسرسۍ په برخه کې د کابل ښازوالۍ له کړنو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه چې: اطلاعاتو د لاسرسۍ کمیسیون غواړي اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور د دودولو او پیاوړتیا په موخه د کابل ښار په ناحیو کې ولسي خلکو ته د پوهاوي پزوګرامونه پلان او پلي کړي, تر څو له دې لارې په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره شي.
ورپسې تواب امیري د کابل ښاروالۍ له لوري د کمیسیون سره د هر ډول همکارۍ د تر سره کولو تر څنګ وویل چې: کابل ښازوالۍ د کمیسیون د غوښتنې پر بنسټ چمتو ده تر څو د ناحیو, د ځوانانو شوراګانو, د ښځو شوراګانو او علماوو سره د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرامونه همغږي او پلي کړي