د فساد له منځه وړلو لپاره تر ټولو مهم اقدام اطلاعاتو ته لاسرسی دی

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 25 2019 2:57 PM
Aic Commission

اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون غړو حمدالله ارباب او فضل‌الباري بریالي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون له رئيس احمد نادر نادري سره د غبرګولي په ۲۹ مه وکتل.
ښاغلي ارباب وويل ولسمشر او نړيوالي مرستندويه ادارې تاکيد کوي چي په حکومتي ادارو کي شفافيت او ولس ته د حساب ورکولو فرهنګ رامنځته شي. د فساد له منځه وړلو لپاره تر ټولو مهم اقدام اطلاعاتو ته لاسرسی دی چي بايد ټولي ادارې ژمنتيا ولري. نوموړي زياته کړه چي اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون هدف شفافيت، ولس ته د حساب ورکوني فرهنګ او په حکومت کي ولسي ګډون رامنځته کول دي.
ښاغلي ارباب د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون په ولايتي دفترونو کي د اطلاع رسوني د مسئولينو پر ګمارني ټينګار وکړ.
ښاغلي نادري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون د نوو پرمختګونو او اصلاحاتو په اړه د معلوماتو تر څنګ وويل چي اداره يې د سوالونو له څانګي پرته هيڅ ډول محرم اسناد نه لري او ژمنه ده چي ټول اسناد له ولس سره شريک کړي. نوموړي زياته کړه چي اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون دي د محرمو او غيرمحرمو اسنادو د ډلبندۍ لپاره يو طرزالعمل جوړ کړي څو ادارې په دې برخه کي پوهاوی ولري. هغه ژمنه وکړه چي ولايتي رئيسانو ته به سپارښتنه وکړي چي اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون سره همکاري وکړي او د اطلاع رسوني مسئولين وټاکي.
ښاغلي نادري داراز وويل چي هره دوشنبه نېغ په نېغه له تقريباً ۱۰۰ عامو هيوادوالو سره بېله قيد و شرطه ګوري او د دوی پوښتني، ستونزي او وړاندیزونه اوري او په هکله یې لازم اقدامات کوي.
ښاغلي بريالي په دې وروستيو کي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خوا په ولاياتو خصوصاً کندهار کي د ځينو ګمارنو په باب د خلکو د شکاياتو په اړه اندېښنه وښوده، خو ويې ويل چي دغو اندېښنو ته په پام بايد د برياليو او ناکامو کانديدانو اسناد خپاره او خلکو ته وړاندي کړي، ځکه دا د خلکو حق دی. هغه د اطلاعاتو ډلبندي د کميسيون دنده وبلله چي په دې برخه کي به د اطلاع رسوني مسئولينو ته لازم پوهاوی ورکړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو د اداري اداري اصلاحاتو کمیسون د ازموینې مرکز، د سوالونو د بانک او د مراجعینو د څانګو څخه لیدنه وکړله او په دغه څانګو کې د روڼتیا او نوښتونو ستاینه یې وکړله.

commision
اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسیون غواړي له اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون، ټرانسپورټ، کاڼونو او پټرولیم، اطلاعات او کلتور وزارتونو سره په نږدې راتلونکې کې په ګډه کار وکړي تر څو دا ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه د مثالي ادارو په توګه نورو ادارو ته معرفي کړي.

انځورونه د اداري اصلاحاتو کمیسیون له سایټ څخه اخیستل شوي دي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS