د هرات پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Wed, Sep 16 2020 9:06 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، د څارنې او ارزونې آمر ښاغلي محمد داوود فیاض، د لویدیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول همایون نظري او د هرات پوهنتون ژونالیزم پوهنځي محصلینو په شتون کې تر سره شو.

ښاغلي همایون نظري چې په دې غونډه کې خبرې کولې وویل:«اطلاعاتو ته لاسرسی د هیواد د ټولو وګړو له اساسي حقونو څخه دی؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قاون پر بنسټ په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د هغوی لاسرسی ازاد دی». ښاغلي نظري زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هڅه کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارمان په واقعیت بدل کړي. په همدې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د افغانستان ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې د هرات ولایت سیمه ییزو ادارو مشرتابه او مسوولینو سره د غونډو، همدارنګه مدني فعالانو، رسنیو، خبریالانو او محصلینو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په هکله د پوهاوي پروګرامونو ترسره کوي.

ورپسې ښاغلي ولي الله مصباح، د یو پرېزېنټېشن په ارایه کولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حقوقي مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، د اطلاعات غوښتلو او ورکولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دندو او واکونو، د اطلاع رسوونکي دندو، د ادارو مکلفیت، د شکایت ثبتولو او ورته رسېدنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل.

په پای کې ښاغلي داوود فیاض، د اطلاع رسونې مرجع مسوول رامنځته کولو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مراجعو مسوولینو دندو، د ادارو مکلفیتونو، اطلاعات ورکولو او د هغوی ځواب ورکولو په اړه معلومات ورکړل.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS