د IGFA په دې ورځني ورکشاپ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون کمیشنر ګډون
حمد الله ارباب اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړی او ویاند د IGFA په درې ورځنې ورکشاپ کې چې د چنګاښ په ۱۷مه په صافي لنډمارک کې دایر شو ګډون وکړ.
نوموړي په دې کنفرانس کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او حق په اړه ګډونوالو ته مفصل معلومات وړکړل او د دوی پوښتنې یې ځواب کړې.
په دې ورکشاپ کې ګډونوال او په ځانګړې توګه ځوانان دې ته وهڅول شول، تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په کارونې سره په دولتي او اړوندو ادارو کې د فساد مخنیوي، روڼتیا رامنځته کولو او د محرمیت کلتور سره مبارزه وکړي او د حساب ورکونې کلتور پیاوړي کړي، تر څو له دې لارې د دولتي ادارو په تصامیمو کې د خلکو د ګډون کچه ډیره او د دولت او ملت تر منځ واټن را کم شي.
په پای کې د دې ورکشاپ له جوړوونکو څخه د کمیسیون په استازیتوب د مننه ترڅنګ ژمنه وشوه چې کمیسیون تل د داسې پروګرامونه ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول تخنیکی همکارۍ ته چمتو دی.