د تدارکاتو ملي ادارې د روڼتیا په لسمه جلسه کې اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسون په استازیتوب منحیث ناظر ګډون وکړو
د تدارکاتو ملي ادارې د روڼتیا په لسمه جلسه کې اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسون په استازیتوب منحیث ناظر ګډون وکړو.
د تدارکاتو ملي ادارې ریس او ویل چې په تیرو لسو جلسو کې چې څومره شکایات دوﺉ ته راغلي او حل سوي او یا هم د تعقیب لاندې دي، د هغې ټولو لسټ به زمونږ د کمیسون سره رسما شریک کړي ترڅو مونږ یې لټه وکړو چې د هغوﺉ ستونزې تر کومه حده حل شوي دي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون د تدارکاتو ملي ادارې د دغه کار ستاینه کوي چې د په تدارکاتي سسټم کې روڼتیا په لور ګړندي ګامونه اخلي او خپله اداره د حساب ورکلو په برخه کې یو مثالي اداري جوړه کړي.
نور تفصیل د تدارکاتو ملي اداري په لاندې راپور کې کتلی شی.
مننهپه تدارکاتي پړاوونو کې "روڼتیا" ولې مهمه ده؟
_________________________________________
د ملي تدارکاتو اداره، دې ته په پام سره چې په تړونونو کې روڼتیا او د تدارکاتي پړاوونو ساده کول خورا مهم او اهمیت لري؛ نو هڅه کوي چې د خصوصي شرکتونو او قراردادیانو سره له نږدې کار وکړي ترڅو د هغوۍ ستونزو ته رسېدنه وشي او تدارکاتي پړاوونه ساده شي.
روڼتیا، حساب ورکونه، مسؤلیت اخیستل، او فساد سره جدي مبارزه د ملي تدارکاتو ادارې د کار بنسټ دی؛ ځکه چې د ملي تدارکاتو د ادارې مشرتابه په دې باور لري چې پرته له روڼتیا څخه نشو کولای د مهمو ننګونو او ستونزو لپاره اړین حل لاري ترلاسه کړو نو له دې امله، د ملي تدارکاتو ادارې روڼتیا ته په خپلو لومړیتوبونوکې ځای ورکړی.
د روڼتیا رامنځته کول، کولای شي له یوې خوا تدارکاتي پړاوونه ساده او معلوماتو ته د خلکو لاسرسۍ زیات کړي؛ له بلې خوا د پروژو د ترلاسه کولو په غرض د شرکتونو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کړي.
د دې اهدافو د ترلاسه کولو په موخه، د ملي تدارکاتو ادارې مشر ډېپلوم انجنیر الهام عمر هوتکي به هر اوونۍ کې یوه ورځ د مدني فعالانو، رسنیو او معلوماتو ته دلاسرسي کمېسیون غړو په شتون کې د شرکتونو، داوطلبانو او قراردادیانو سره په مخامخ ډول ګوري او د هغوۍ د ستونزو، وړاندیزونو او نظرونو د اورېدو وروسته؛ د هراړخیز ځوابونو د ویلو ترڅنګ د هغوۍ ستونزو ته د ښې رسېدنې په موخه اړوندو ادارو او ریاستونو ته لازمې لارښوونې کوي.
د مخامخ ناستو په لړ کې نن شنبه (د چنګاښ اتمه) د ملي تدارکاتو ادارې مشرتابه ، د شرکتونو د استازو ، داوطلبانو او قراردادیانو ترمنځ لسمه ناسته ترسره شوه.
د ملي تدارکاتو ادارې مشرد شرکتونو او قراردادیانو استازو ته ډاډ ورکړچې د هغوۍ ستونزو ته رسېدنه کوي او همدارنګه د شرکتونو او قراردادیانو د استازو څخه یې هم غوښتنه وکړه چې د روڼتیا رامنځته کولو او د تدارکاتي پړاوونو د ساده کولو په برخه کې د ملي تدارکاتو ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.
مالوماتوته د لاسرسي کمېسیون غړی حمدالله ارباب چې دې ناستو کې تل ګډون کوي د ملي تدارکاتو ادارې له مشرتابه څخه د مخامخ ناستو د ترسره کولو په خاطر مننه او ستاینه وکړه.
هغه زیاتوي: د ملي تدارکاتو اداره د روڼتیا رامنځته کولو، حساب ورکونې او اطلاع رسونې په برخه کې مخکښه اداره ده چې نورو ادارو ته یوښه مثال دی.
تدارکاتي روڼتیا، اقتصادي پیاوړتیا