انډونیزیاته د کمیسیون د غړو مطالعاتي سفر

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۶:۲۶
انډونیزیاته د کمیسیون د غړو مطالعاتي سفر

د کب پر ۱۹ نېټه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون دوو غړو او ملي همغږۍ کوونکي، د لوی څارنوالۍ مرستیال، د فساد سره د مبارزې عالي ادارې رئیس او فساد سره د مبارزه ګډې خپلواکې ادارې مشر او کارکوونکو د انډونیزیا مرکز جکارټه رسمي مطالعاتي سفر وکړ.
دغه سفر چې پنځه ورځې یې دوام درلود فساد سره مبارزې اړوند مختلف د بیلابیلو سرلیکونو لاندې پروګرامونه پکې شامل وو چې مالي او تخنیکي چارې یې د GIZ مؤسسې لخوا برابرې شوې وې.
د دې سفر بنسټیزه موخه د دواړو هیوادونو تر منځ له فساد سره د مبارزې اړوند ادارو له مسئولینو سره د کتنې تر څنګ، د تجاربو، راوړنو، نوو پرمختګونو، نوښتونو او نورو اړوندو مالوماتو شریکول وو، تر څو دواړه هیوادونه وشي کړی له بو بل د تجارب پر اساس، د فسار سره روانه هڅه لا ګړندی، اغیزمنه او پراخه کړي.
د اجنډا له مخې د سفر په لومړۍ ورځ د سهار له ۹ څخه د ماسپښین تر ۱۲:۰۰ بجو پورې د انډونیزیا هیواد د کتنې او ارزونې د یو کارپوه کرشما نګروهو لخوا د فساد سره د مبارزې د کتنې او ارزونې په هکله یو جامع پرزنټیشن وړاندي شو. په دې پرزنټیشن کې د علمي تحقیق او مسلکي زده کړو په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې او د دې تر څنګ په تحقیق کې اطلاعاتو ته لاسرسی د يو ډېر مهم اصل په توګه ياد شو.
تر غرمې وروسته د KPK (د فساد سره مبارزې کمیسیون) له غړو سره یوه تعارفي کتنه وشوه چې دواړو لورو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو او شته ستونزو په هکله بیلابیلې بیلګي او مسایل سره شریک کړل.
وروسته په انډونيزيا کې د Tempo په نوم د يو رسنیز ګروپ څخه ليدنه شوه او د نوموړې ادارې د مشر لخوا په انډونیزیا کې د رسنیزو فعالیتونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د انډونیزیا پر قوانینو رڼا واچوله او د دوی لخوا د تر سره شوو تحقیقي راپورونو بیلګې له ګډونوالو سره شریکې شوې.
په ورکشاپ کي له افغانستان څخه راغلو ګډونوالو نن ماښام د افغانستان له شازدافېر، په انډونیزیا کې د جرمني له سفیر، د GIZ مشر، د KPK له کمیشنر او ځینو نورو مېلمنو سره د يوې ناستي پر مهال وکتل.
په کتنه کې ګډونوالو د فساد سره د مبارزې اړوند هر اړخیزې خبرې وکړي او د GIZ له همکاریو او مدني فعالانو د هڅو یادونه او ستاینه وکړه.
په دوهمه ورځ له فساد سره د مبارزې اړوند تحقیقي رپوټونو د برابرولو وروسته چې کوم فني مسایل باید کې ونیول شي تر بحث لاندې ونیول شول، په دې برخه کې د اندونیزیا د فساد له منځه وړلو کمیسیون (KPK) د کارپوهانو لخوا مختلف پرزنټیشنونه وړاندې شول، په دغو پرزنټشنونه کې سپارښتنه وشوه تر څو تحقیقی راپورونه له اړوندو ادارو سره شریک شي تر څو هغوی په خپل کاري ساحه کې ترې کار واخلي او همدا راز نوموړي رپوټونه باید له خلکو سره هم شریک شي او له دې لارې خلک او مدني فعالان په رپوټونو کې برملا شوي د فساد اړوند مسایل په دقیقه توکه تر کتنې لاندې ونیول شي او د فساد له منځه وړلو ادارو باندې فشار راوستول شي چې په دې برخه کې لازم اقدامات تر سره کړي.
د دوهمې ورځ په دوهمه برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو او فساد سره د مبارزې ګډې خپلواکې ادارې (MEC) د ستراتیژیکو اړیکو له لارې د فساد اړوند فعالیتونو او رپوتونه د برابرولو او نشرولو په برخه کې د خپلو فعالیتونو د څرنګوالي په هکله و غږیدل او د پروګرام ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
د یادولو وړ ده چې انډونیزیا له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو د مخ پر وده هیوادونو څخه دی او په دې توانیدلی چې په چټکه توګه د فساد کچه راټیټه کړي او د خپلو ګاونډیو هیوادونو سره یو ځای د یوې شبکې له لارې هڅه کوي چې د فساد کچه تر ممکن حده پورې را ټیټه شي.
همدا راز اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړي فضل الباری بریالي اطلاعاتو ته د لاسرسي په باب د عامه پوهاوي، د دولتي چارواکو لخوا د اطلاعاتو د خپراوي، د اطلاعاتو د نه شریکولو په اړه د شکایتونو د څیړنې، د اطلاع رسونې د مراجعو د پیاوړتیا، د آنلاین بڼه د شکایتونو د څیړنې سیستم جوړولو او د اداري فساد ضد ادارو سره د همکارۍ په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
له غرمې ورروسته د KPK لخوا د دولتي نهادونو دننه د داسې بنسټونو جوړولو په هکله خبرې وشوې، چې دغه بنستونه کولای شي د ادارې دننه د فساد سره د مبارزې لپاره مشخصې میکانیزمونه طرحه او په دې برخه کې هڅې ګړندی کړي، د دغو بنسټونه کارکوونکو ته د KPK لخوا تر یوې لندې روزنې وروسته تصدیق پاڼه هم ورکول کیږي تر څو د دوی کاري اعتبار لا نور هم پیاوړی کړي.
د پروګرام په آخر کې په دې بحث وشو چې KPK د ولایاتو په سطحه ځیني مشخص کسان ګمارلي تر څو د فساد مخنیوی وکړي او د فساد ضد مبارزه ګړندی کړي، د KPK لخوا یو مشخص کس په دغه برخه کې د سټراټیژۍ او اړوند اسناد برابروي او د حکومت لخوا هم کارپوه خپل تجارب له دوی شریکوي تر څو دوی د مالیه را ټولولو په برخه کې ورسره کار واخلي.
د پروګرام درېیمه او څلورمه ورځ د U4 په نوم یو بنسټ چې فساد ضد سټراټیژۍ، پروګرامونو، کتنې او ارزونې په برخه کې کار کوي، پر مخ یوړل شوه.
لومړی د کتنې او ارزونې په برخه کې یو جامع پرزنټیشن وړاندې شو او په دې ټینکار وشو چې کتنې او ارزونه یو ډیر مهم رول د موخو د لاسته راوړلو په رخه کې لوبوي او له دې لارې کولای شو، هغه اهداف چې موږ یې توقع لرو په سمه توګه لاسته راوړو او د موخو د لاسته راوړلو پر وړاندې شته ستونزې تشخیص او له منځه یوسو.
همدا راز پر دې بحث وشو چې شاخصونه باید څه ډول وټاکل شي او سټراټیژیکې اړیکې په دې برخه کې څه رول لوبولای شي.
له وقفه وروسته، د کتنې او ارزونې پر تعریف، اهمیت او پايلو او همدا راز د شاخصونو د ټاکلو په اړه دوه ازخیز بحث وشو چې ټولو ګډونوالو خپل تجارب او لیدلوري له بل سره شریک کړل.
KPK او MEC چې د دواړو نهادونو یوه مشخصه دنده کتنه او ارزونه ده، پر دې وغږیدل چې کومو مسایلو ته باید د کتنې او ارزونې په برخه کې لومړیتوب ورکړل شي.
د پروګرام په څلورمه ورځ د سټراټیژیکو اړیکو له لارې د بدلون پر تیوري بحث وشو، په دغه برخه کې د نهضت العلماء یو تن غړي خپل تجارب چې له KPK سره درلودل بحث وکړ او څرګنده یې کړه چې سټراټیژیک روابط د بنسټونو تر منځ د یو بل پر کارونو څومره مثبت اغیز کوي او د دوی کاري اغیزمنتیا څومره پیاوړې کوي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړې زهرا موسوي هم په دغه برخه کې د کمیسیون د فعالیتونو په برخه کې او دا چې اطلاعاتو ته لاسرسي د فساد ضد مبارزه کې کوم مهم رول لوبولای شي، ګډونوالو ته د یو پرزنټیشن په وړاندې کولو سره، معلومات ورکړل او د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړي، ور پسې د KPK د اړیکو مسئول هم په دې برخه کې خپل تجارب او د اړیکو پر اغیزمنتیا خبرې وکړي، نوموړي تینګار وکړ چې د بیلابیلو اړوند بنسټونو تر منځ سټراټیژیک روابط او یو له بل څخه ملاټر هغه اساسي او پوټنشیل لرونکی لامل دی چې کولای شي د فساد ضد مبارزه ګړندۍ، عامه او اغیزمنه کړي.
له ماسپښین وروسته د پروګرام ګډونوال په پنځو ګروپونو وویشتل شول او هر ګروپ د یو مشخص عنوان لاندې د سټراټیژیکو موخو په اړه پر ځینو موخو او د شاخصونو په مشخص کولو کار وکړ، او په ګډه سره ټولو ګډونوالو د دغو فعالیتونو او شاخصونو د لا بډاینې لپاره خپل لیدلوري یو له بل سره شریک کړل.
د څلورمې ورځ په وروستۍ برخه کې د درېیمې او څلورمې ورځ پروګرام د ارزونې تر څنک ګډونوالو ته د تصدیقپاڼې توزیع شوې.
د پروګرام په پنځمه ورځ د افغانستان څخه د څلورو ادارو راغلو ټولو ګډونوالو په ګډه سره د اندونیزیا هیواد د تفتیش عالي ادارې له چارواکو سره د دوی ولیدل تر څو د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د نوموړې ادارې لخوا د تر سره شوو د فعالیتونو او نوښتونو په هکله معلومات تر لاسه کړي.
د پنځمې ورځ به وروستۍ برخه کې د دغه مطالعاتي سفر په لړ کې تر لاسه شوې تجربې او زده کړې په لیکلې بڼه د پروګرام چلوونکې ادارې او مسئولینو ته ورکړل شوې او له ټولو ګډونوالو وغوښتل شول چې د راتلونکو همکاریو لپاره خپل غوښتنې او نظریات له دوی سره شریک کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

تدویر برنامه آگاهی دهی از حق و قانون دسترسی به اطلاعات در کمیسیون مستقل اصلاحات اداری و خدمات ملکی

این برنامه با حضوری آمرین و کارمندان کمیسیون مستقل اصلاحات اداری و خدمات ملکی، محترم محمد حسن پویا مشاور حقوقی و محترم جعفر ایشانی کارشناس آگاهی عامه کمیسیون دسترسی به اطلاعات به منظوری. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

کنفرانس اهمیت حق دسترسی به اطلاعات و نقش نهادهای تحصیلی در آموزش آن

کنفرانس اهمیت حق دسترسی به اطلاعات و نقش نهادهای تحصیلی در آموزش آن، از سوی پوهنتون با ختر با همکاری کمیسیون دسترسی به اطلاعات به منظور ترویج و تقویت فرهنگ دسترسی به اطلاعات، تدویر یافت. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

جلسه مشورتی و نظر خواهی بین کمیسیون های مبارزه با فساد اداری و دسترسی به اطلاعات

این جلسه با حضور محترم عین الدین بهادری رییس، مشاورین و آمرین کمیسیون دسترسی به اطلاعات و سید محمد هاشمی عضو کمسیون مبارزه با فساد ادرای و هیئت همراه شان در دفتر کمیسیون دسترسی به. . .

برگشت به اخبار