د چاپي او تبلیغاتي موادو قرارداد ورکولو د پرېکړې اطلاعیه

Anonymous (not verified)
aic

د تدارکاتو قانون درېڅلویشتمې مادې (۲) فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کېږي؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په پام کې لري، د ۱۴۰۰مالي لپاره د کمېسیون اړتیا پر بنسټ، د لس قلمه چاپي او تبلیغاتي موادو برابرولو قرارداد؛ له (مطبعه حبیب ناصری) چاپخونې سره چې د 47274  ګڼې جواز او د دې پتې: صدارت څلور لارې حق مارکیټ –کابل- لرونکی ده؛ د906500 نهه سوه شپږ زرو او پنځه سوه افغانیو په بدل کې ورکړي.

په دې اړه چې حقیقي او حمکي اشخاص هر ډول اعتراض ولري، د دې اعلان له خپرېدو وروسته تر اووه ورځو پورې په لیکني ډول خپل اعتراضونه سره له دلیلونو یې، د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دارالانشا ریاست ته ارایه کړي.

دا خبرتیا د قرارداد کولو په مانا نه ده، د پورته مودې تر پوره کېدو او د وروستیو قانوني طی مراحل کېدو پورې قرارداد نه کېږي.