د قرارداد ورکولو پرېکړې اطلاعيه

Anonymous (not verified)
aic

د تدارکاتو قانون ۴۲ مادې دويمې فقرې په تأسي ټولو ته خبر ورکول کېږي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په پام کې لري، د ۱۴۰۰مالي کال شپږو لومړيو مياشتو لپاره د ۵ مختلف ډوله عرادو د کرايې قرارداد له (شرکت تراتسپورتی شهری و اطرافی مایل حشمت) D_۴۸۱۶۶ جواز شمېرې لرونکي ته د يو ميليون څلور سوه زره او شپږ سوه افغانۍ (۱۴۷۰۶۰۰)  ورکړي.  چې دايې پته ده؛ د هوايي ډګر ۴۰ مټره سړک_ کابل_ افغانستان.

د تدارکاتو د قانون پنځوسمې مادې په اساس، په دې برخه کې که چېرته کوم حقيقي او حکمي وګړي کومه نيوکه لري، کولای شي ددې اعلان له خپرولو تر اوه ورځو پورې خپل شکايتونه په ليکني ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د دارالانشاء رياست د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.

دا اطلاعيه د قرارداد کولو په مانا نه ده، د پورته مودې تر پوره کېدو او د پاتې قانوني مرحلو تر بشپړېدو قرارداد نه کېږي.